slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا د خوړو او درملو ادارې مشر ویلي چې د دوی د داخلي معلوماتو پر بنسټ، لږترلږه ۱۰ ماشومان ښايي د کووېډ-۱۹ واکسین اخیستو وروسته د زړه د التهاب (میوکاردیت) له امله مړه شوي وي. 

دغه مړینې چې د ادارې داخلي یادداشت کې راغلي  تر اوسه رسماً نه دي تصدیق شوي. په دې راپور کې د مړو شوو ماشومانو په اړه کره جزیات او د واکسینو کمپنیو په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې ادعا وروسته د امریکا فدرالي ادارې یا FDA اعلان کړی چې د واکسین د تصویب معیارونه او د تطبیق پروتوکولونه به لا نور تر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي. 

خو ورته مهال په امریکا کې د واکسینو متخصصین او د واکسینو کمپنۍ وايي چې دا معلومات سرسري دي او د اړوندې ادارې له لورې په پوره شکل نه دي وړاندې شوي.