په خوست کې د شري ناروغي زیاته شوې، خوستوال روغتیاپال په روغتونو کې د امکاناتو له نشتونه سر ټکوي.
د خوست ولایت د عامې روغتیا مرستیال شیراګل ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د موسمي بدلون له امله په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې. ښاغلی ځدراڼ که څه هم چې د ناروغیو پر وړاندې د تدابیرو د شتون خبره کوي؛ خو د نوموړي په وینا، چې د خوست ملکي تخصصي روغتون د ماشومانو په داخله واټ کې د بسترونو او چپرکټونو له کمښت سره مخ دي.
شېرګل ځدراڼ له خوست ملکي تخصصي روغتونه د لیدنې پر مهال رسنیو کې ویلي، چې دوی دا هڅه کوي، موجوده حالت مهار کړي، خو په یاد روغتون کې د ناروغانو د شمېر زیاتوالي بیروبار جوړ کړی. ښاغلی ځدراڼ وايي، چې دوی دا مهال په یاد روغتون کې د بسترونو له کمښت سره مخ دي.
روانه (کب) میاشت په خوست کې د شري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر۳۲۰تنه ښودل شوي، چې دا شمېرې د تېرې میاشتې په بابر دوه برابره ښودل شوی.
شېرګل ځدراڼ وايي چې د خوست له خپلو اوسېدونکو ورهاخوا له نورو نږدې ولایتونو هم ناروغان ورته راځي، چې د خوست ملکي تخصصي روغتون یې په خپلو اوسنیو شته وسایلو ځواب نشي ویلی.