برطانيه او پرتګال نن د فلسطین دولت په رسمیت پېژنې.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ ټا کل شوې چې نن پرتګال او برتانیه فلسطین په رسمیت وپېژني .
ورته مهال د سکی نیوز او نورو مهمو شبکو په حواله له برتانیې هم تازه خبرونه دي چې نن ماښام به د دې هېواد لومړی وزیر کیر سټارمر د یوې بیانیې په لړ کې د فلسطین دولت د یوه رسمي دولت په توګه وپېژني.
د دغو دوو هېوادونو چارواکو لا له وړاندې خبر ورکړی و، چې که چېرې اسراییل د غزې په جګړه کې د دوی خبرې ونه مني نو دوی به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. دغه پرېکړې د همغو شرطونو په تعقیب دي چې سټارمر په جولای میاشت کې ټاکلي وو، یعنې که اسرائیل د دوو دولتي حل لارې ملاتړ، بشری مرستې ته لاسرسی، او د جنوبي غزې په برخه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، نو برطانيه به فلسطین په رسمیت وپېژني.
دا رنګه د پرتګال پرېکړه، چې تر اوسه یې داخلي سیاسي بحثونه روان ول، د بشري بشړتیاوو او د غزې د وضعیت د خرابېدو په رڼا کې شوې ده.