slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا له سفیر نندا اویلسټ او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د بلخ ولایت د محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د سیاسي او ټولنیزو همکاریو، د اسلامي یووالي او ورورولۍ پر ټینګښت، او همداراز د تاریخي سیمو او ابداتو د لیدنو په اړه خبرې وکړې. د بلخ ولایت د بهرنیو چارو رئیس مولوي امین‌الله صادق هم په دې ناسته کې حاضر و.

د اندونیزیا سفیر وویل، د سفر موخه یې له بلخ سوداګرو او صنعتکارانو سره د ناستو له لارې د سوداګرۍ د ودې، د محصولاتو د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې دي. نوموړي د بلخ ولایت اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل چې دغه ولایت د افغانستان په کچه د تجارت او صنعت یو مهم مرکز دی. هغه زیاته کړه چې امنیتي وضعیت په عادي حالت کې دی او له اسلامي هېوادونو سره د متقابلو اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.

د بلخ والي د اندونیزیا د پلاوي د سفر هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې د متقابل احترام او ورورولۍ پر بنسټ پیاوړې کېږي. نوموړي وویل، اوس مهال افغانستان د څو لسیزو جګړو وروسته د ثبات مرحلې ته رسېدلی، فساد له منځه تللی او د اسلامي نظام په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراخېدو کار روان دی.

وفا د خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه چې د اوږدو جګړو له امله په بلخ کې ګڼ شمېر مساجد او مدارس زیانمن شوي دي او غوښتنه یې وکړه چې د ترمیم او بیا رغونې په برخه کې د ګډو همکاریو لپاره عملي ګامونه پورته شي. هغه همداراز د روضې شریفي د ساتنې، سرسبزۍ او پاک کارۍ پروژې د تطبیق غوښتنه وکړه.

په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ اړیکې به د اقتصادي، فرهنګي او دیني همکاریو په چوکاټ کې لا نورې پیاوړې شي.