کندهار کي د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وړاندي کمپاین ترسره شو.
د کندهار امنیه قوماندانۍ اړوند ډایاک مدیریت له لوري د ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند اعتماد چوک په ساحه کي د تورو ښیښو لرونکو موټرونو په وړاندې کمپاین ترسره کړ.
په یاد کمپاین کي د هغه موټرونو ښیښې، چې د تور پلاستیک په واسطه پوښل سوي وې پاکیدلې، همداراز د موټرونو مالکانو ته یې توصیه کوله، چي د خپلو موټرونو ښیښې په خپله صفا کړي او په موټرونو غیر ضروري وسایل لکه آنتونه، لیزري ګروپان او داسي نور وسایل، چي د امنیت د اخلال او ګډوډۍ سبب کیږي ونه لګوي.
د یاد مدیریت امنیتي ځواکونه زیاتوي، چي یاد کمپاین یې د امنیت د لاښه والي په موخه راپیل کړی، چي په راتلونکي کي به نورو حوزو کي هم ورته کمپاینونه راپيل کړي، مسئولینو یو ځل بیا له خلکو څخه غوښتنه کوي، چي ، د خپلو موټرونو ښیښې په خپله سپیني کړئ.