slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو ادارې خبر ورکړی، چې د امام ابوحنیفه «رح» څلورم نړيوال نندارتون به ډېر ژر په کابل کې ترسره شي. د نندارتون د تنظیم مسؤلینو په وینا، په دې نندارتون کې به د شاوخوا ۱۵ هېوادونو پانګه وال او سوداګر ګډون وکړي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، نندارتون به د لړم د میاشتې په ۲۶مه پيل او شاوخوا اوونۍ به دوام وکړي. د دې نندارتون هدف د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ په پرمختګ کې مرسته کول او د نړیوالو سوداګرو تر منځ د همکارۍ پراخول دي.

ورته مهال سوداګران او پانګه وال وايي، دا ډول نندارتونونه نه یوازې د کاروباري فرصتونو د زیاتوالي لپاره مهم دي، بلکې د تجربو شریکولو او د نوو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره هم ارزښتناک دي.