د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې مدیریت په روان کال کې د تېرو دوو میاشتو لاسته راوړنې رسنيزې کړې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي؛ د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په تېرو دوو میاشتو کې د جنایي جرمونو پر ضد عملیاتو کې یې ۳۶۴ تنه نیولي دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۲۰۴ جنایي پېښې ثبت شوې دي، چې تورن کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې:
· ۵۹ تنه د غلا په تور
· ۹ تنه د فریب او کیسهبوري په تور
· ۲۵ تنه د وهلو ټکولو او د کورنیو شکایتونو له امله
· ۱۷ تنه د قتل یا د قتل هڅې په تړاو
· ۱۰ تنه د انسانانو او اموالو د قاچاق په تور
· ۳ تنه د فصلونو او ونو د پرې کولو
· او یو شمېر نور د اختطاف، رشوت، او د عامه نظم د ګډوډۍ په تور نیول شوي دي.
پولیس زیاتوي، چې ۱۲۲ تنه نور هم د بېلابېلو نورو جرمونو له امله نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني ډاډ ورکوي، چې د جرمونو پر وړاندې عملیات به لا هم پراخ شي، څو د قانون حاکمیت ټینګ او د خلکو امنیت خوندي وساتل شي.