ننګرهار کې یو کس د ۹۰ لیتره کیمیاوی موادو د قاچاق او انتقال په تړاو نیول شوی
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو لخوا د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یو کس له ۹۰ لیتره کیمیاوی موادو (تیزابو) سره چې د نشه یي توکو په جوړولو کې ور څخه استفاده کیدله نیول شوی دی، چې له څیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.