غزني کې په دوو بېلابېلو ترافیکې پېښو کې پینځه تنه ټپیان شوي دي.
د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند البدر څلور لارې ته نیږدې د دوو بار وړونکو موټرو د ټکر له امله درې تنه ټپيان شول.
سيمي ته د یادې حوزې ساتونکو مجاهدینو پرر وخت ځانونه ورسول ټپيان يې د غزني ملکي روغتون ته ولیږدول او موټران د ترافيکو مدیریت ته وسپارل شو، د پیښې لامل ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه ښودل شوې.
دویمه ترافیکي پېښه بیا د اب بند ولسوالي په تودې چینې سیمه کې شوي، چې یوه ښځه شهیده شوي او یوه ښځه او یو نارینه ټپیان شوي.
هلته هم دیادې ولسوالي امنیتي ځواکونو د پیښی ځای ته ځانونه ورسول او ټپيان یې د مقر ولسوالۍ ملکي روغتون د درملني لپاره ولیږدول.


