slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په غزني کې د امربالمعروف ریاست په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویلي، چې هغه مور يې د خپلو اولادونو له منګولو خلاصه کړې چې له کابو یوه کاله راپدېخوا پرې ظلم روان و.


په غزني کې د ګيرو ولسوالۍ د آهنګرانو په کلي پورې اړوندې یادې مور امر بالمعروف ریاست ته له خپلو اولادونو څخه سر ټکولی، چې نوموړې ته یې انساني حقوق نه ورکوي، وهل ټکول ورکوي او بد الفاظ ورته کاروي.

د دې ولایت د امربالمعروف ریاست وايي، چې د یادې مور زامنو ته د محتسبینو له لورې توصیې وشوې او د خبرو له لارې ورته قناعت ورکړل شو، ترڅو د والدینو حقوقو ته په درناوي قایل شي، چې په دې سره دواړو وروڼو د خپلې مور د حقوقو ورکولو او د هغې د قدر او عزت ژمنه کړې ده.

 #پوليس-راډیو