پاکستان کې د سېلابونو د زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی.
د پاکستان هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې د سختو بارانونو، توپانونو او بادونو له امله د هېواد په ډېرو برخو کې د سېلابونو احتمال زیات شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې کشمیر، ګلګیت بلتستان، پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان کې د ناڅاپي سېلونو او غرنیو سیمو د ځمکو د ښویېدو خطر موجود دی. همدارنګه لوی ښارونه لکه اسلاماباد، لاهور، کراچي، پېښور او ګوجرانواله هم د سېلاب له ګواښ سره مخ دي.
د پنجاب د افتونو د مخنیوي ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سیندونو او خوړونو له غاړو لیرې پاتې شي او تفریحي ځایونو ته دې هم سفر ونه کړي، ترڅو د احتمالي پېښو څخه ځان وساتي.