پکتيا کې زرګونه عدده ټابلين نشه يي ګولۍ نيول شوي
د پکتـيا ولايت د پوليسو وياند منيب ځدران وايي،د ا.ق اړوند د ډنډې پټان ولسـوالۍ په ستیا سیمه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو لخوا د یو کشفي راپور پر اساس، ٣٤٣٠ دانې ټابلين نشه يي ګولۍ، چې په یو عراده زرنج کې له پاکسـتان څخه افغانستان ته د درې تنو قاچاق وړونکو له لوري را قاچاق کیدلې کشف او ونیول شوې.
په ورته مهال کې بيا په څمکنـیو ولسـوالۍ کې هم، یو تن له ٥٦ عددو ټابلين ګولیو سره یو ځای لاس په لاس نیول شوی دی.