slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه تازه غږیز پیغام کې رسنیو ته ویلي، چې د نړۍ هیڅ هېواد ته هم خطر او تهدید نشته. نوموړي په یوه لېږلي پیغام کې زیاته کړې، چې افغانستان له هیڅ هېواد سره هم مشکل نه‌لري او له ټولې نړۍ سره د دوستۍ اړیکې غواړي. ښاغلی فطرت په خپلو خبرو کې نړۍوالو، ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د شمال ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي، چې دوی دې له افغانستانه د امنیتي ګواښ او اندېښنه نه‌لري، ځکه اوس مهال د افغانستان  ټوله جغرافیه د اسلامي امارت په لاس کې ده.  د اسلامي امارت مرستیال حمدالله فطرت وايي؛ په دې برخه کې د نړۍوالو اندېښنې بېځاه دي.