slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له کلونو سیاسي بحران او بدلون وروسته، د سوریې نوی حکومت نن (یکشنبې، تلې ۱۳مه) خپلې لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره کوي.

د دغه هېواد د ټاکنو عالي کمیسیون اعلان کړی چې د رایې ورکولو پروسه د سهار په ۹ بجو پیل شوې او د ماښام تر ۵ بجو به دوام ولري. ټاکنې غیرمستقیمې دي او یوازې د سیمه‌ییزو ټاکنیزو کالجونو غړي د رایې ورکولو حق لري. د پارلمان له ۲۱۰ څوکیو څخه دوه پر دریمه برخه د خلکو له لوري ټاکل کېږي، او پاتې غړي به وروسته د لنډمهالي ولسمشر لخوا وټاکل شي.

چارواکي وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې به نن شپه اعلان شي. شنونکي دا ټاکنې د هېواد د سیاسي بیارغونې یو مهم پړاو او د نوي واکمن جوړښت د مشروعیت ازموینه بولي.

له هغه را وروسته چې د بشارالاسد رژیم نسکور شو، د هېواد اداره د اسلامپالو ډلو او د هغوی د متحدینو له‌خوا رامنځته شوې موقتي شورا ته وسپارل شوه. نوی حکومت هڅه کوي د ټاکنو له لارې د ثبات، شفافیت او دیموکراتیک بهیر د بنسټیزېدو انځور وړاندې کړي.

سره له دې چې په ځینو سیمو کې نسبي ارامي راغلې، خو اقتصادي ستونزې، پراخې ویجاړتیاوې او سیاسي ویش لا هم د سوریې د حکومتدارۍ پر وړاندې جدي ننګونې بلل کېږي.

د شنونکو په باور، د نوي سیسټم تر سیوري لاندې دا پارلماني ټاکنې د سوریې د حکومتدارۍ د مشروعیت د ترلاسه کولو او د خلکو د باور د بیا راژوندي کولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.