slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په خبر کې  وړاندې راځي، چې د سیندیزو غاړو د ټینګښت رئيس مولوي سید غلام مشواڼی د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اېسکي کلي کې د آمو سیند د څنډو د ټینګښت یوه پروژه پرانیستل شوې.

نوموړې پروژه د اېسکي کلي د ځمکو او سیند د ويجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه جوړېږي او د ۴۰۰ متره اوږدوالي په لرلو سره د دغه ریاست او ځایي اوسېدونکو په ملاتړ پلي کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړې پروژې څخه مخکې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په اېسکي کلي کې هم  د آمو سیند څنډو د جغل اچونې د ټینګښت چارې بشپړې شوې دي.