ملا عبد الغني برادر د کونړ له زلزلهځپلو سره لیدلي.
د وزیرانو شوار اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د کونړ ولایت هغو سیمو ته ولاړ چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.
په پلاوي کې د افغاني سرې میاشتې مشر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د ننګرهار والي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې مسول او د قول اردو مرستیال هم شامل وو.
ملا برادر د زلزلې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د هغو سرتېرو، ادارو او خلکو هڅې یې وستایلې چې د خاورو لاندې پاتې شوي کسان یې راویستلي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به له اغېزمنو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي او ټولې راټولې شوې مرستې به د ځانګړو کمیسیونونو له لارې په عادلانه ډول ووېشل شي.
په همدې سفر کې د سوداګرۍ خونې له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو او ۵۰ زره ډالرو مرسته د کونړ د مرستو کمیسیون ته اعلان شوه.
د کونړ ځايي چارواکو د پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او د دوی حضور یې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د خواخوږۍ نښه وبلله.