کونړ کې د امنیه قوماندانۍ له لوري د زلزلهځپلو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو ولسونه خوشاله کړي.
د کونړ امنیه قوماندانۍ روغتیايي ټیمونو په دیوهګل دره کې زلزله ځپلو سیمو ته د بیړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لړۍ چټکه کړې ده.
د کونړ امنیه قوماندانۍ د روغتيايي امریت مسئول ډاکتر عبدالرحمن عابد وايي، له زلزلې سمدستي وروسته امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق (حامد) په مستقیم هدایت روغتیايي ټیمونه یادې سیمې ته استول شوي، څو ټپیانو ته درملنه، ناروغانو ته لومړنۍ پاملرنه او د عامې روغتیا اړوند مشورې وړاندې کړي.
هغه زیاتوي: «موږ هڅه کوو چې د هر اړخیزو صحې خدماتو له لارې د خلکو دردونه کم کړو او د هغوی ترڅنګ ودریږو.»
د سیمې اوسېدونکي د اړونده آمریت له خدماتو هرکلی کوي او وايي چې په ستونزمنو حالاتو کې د روغتیايي ټیمونو شتون هیله بښونکی و.