د هلمند د پولیسو په تعلیمي مرکز کې د یوې پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي
د هلمند ولایت د پوليسو وياند ملا عزت اللّٰه حقاني وايي؛ ددې قومندانۍ د اسلامي پولیسو په ښوونیز مرکز کې، د اوبو د يوې ذخیرې چارې د همدې مرکز له لوري د یو ميليون، اته لکه، یو څلویښت زره، نه سوه او شپېته افغانیو په لګښت سره جوړيږي او د دوه دیرش زره ليټرو اوبو د ذخیره کولو وړتيا لري، چې د جوړیدلو چارې يې ۷۰ سلنه بشپړي شوې دي.
حقاني وايي یاده ذخیره به د تعليمي مرکز د اوبو د کمښت په برخه کې ستونزې هوارې کړي او ډېر ژر به زده کړيالان او د یاد مرکز پرسونل له پاکو اوبو څخه برخمن شي.