slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند پرون غرمه د اسلامي هيوادونو د علماوو ټولنې استازو او غړو سره، په داسې حال کې ، چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعيم وردګ هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.په پيل کې، د يادو علماوو په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکميت وستايه او دا يې د افغانستان د علماوو، حافظانو او ټولو مجاهدينو د قربانيو نتيجه وبلله وې ويل: الحمدلله ملت له اسلامي امارت څخه خوشحاله دي او ورته يې د لا زيات خدمت د توفيق دعا وکړه.نوموړي وويل: ياد پلاوي د اسلامي هيوادونو د ۶۴ ټولنو او د څلورو مذاهبو د علماوو په استازيتوب کابل ته راغلي او د اسلامي امارت رهبرۍ ته يې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.يادو علمای کرامو وويل، دا مهال د اسلامي نړۍ سترګې تاسو او د فلسطين مجاهدينو ته دی او د افغانستان اسلامي امارت يې د اسلامي نظامونو د يو سمبول په توګه ياد کړ.د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د اسلامي هيوادونو د علماوو ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: اوسني نظام له علماوو جوړ دی او د اسلامي نړۍ د علماوو هڅو او زيار ته د قدر په سترګه ګوري.رئيس الوزراء زياته کړه، د فلسطين مظلوم ملت هم د تاريخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له درد او ځور سره مخ شوي او له دې وضعيت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت يووالي او اتحاد ته جدي اړتيا ده او دغه دروند مسئوليت يوازې علماء ترسره کولی شي.الحاج ملا محمد حسن اخند وويل، افغانستان دا مهال د زلزلې، سېلابونو او په ډله ييزه توګه د افغان کډوالو د اخراج له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو د حل لپاره يې د اسلامي امارت ټول مسئولين په تعهد او اخلاص کار کوي. تر ممکن حده به يو بل سره همکاري کوو او له اوسنيو ستونزو څخه د اسلامي امت د ژغورلو لپاره به ټول يو بل په دعاګانو کې ياد ساتو.