slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ، او د هغې له مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مېرمن بوسکوویچ په افغانستان کې د اسلامي امارت د ادارې لاندې ترسره شوو مثبتو فعالیتونو یادونه وکړه او د اروپایي ټولنې له خوا د راستنو شویو کډوالو او د کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره ترسره شویو مرستو ملاتړ یې څرګند کړ. هغې همداراز وویل، اروپایي ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د معتادینو په درملنه کې هم همکاري وکړي.

مېرمن بوسکوویچ د اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو د مدیریت د بهیر ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې اروپایي ټولنه غواړي له راستنېدونکو سره د استوګنې او کارموندنې په برخو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، مولوي عبدالسلام حنفي د اروپایي ټولنې له مرستو مننه وکړه او د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو، او راستنو شویو کډوالو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو د حقونو د تامین په برخه کې خپلې مسولیتونه ترسره کړي.