کور او ښار جوړولو وزارت د نیمګړو پروژو د برخلیک ټاکلو په اړه ناسته کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو ریاست رئیس مولوي فیضالله فیضان وايي، د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو د نیمګړو پروژو د برخلیک ټاکلو او د چارو بیا پیل لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم عملي کېدو په پار ځانګړې ناسته شوې.
نوموړي وايي، دغه ناسته د چارو ادارې عمومي ریاست په همغږۍ، د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د مالیې وزارت او کور او ښار جوړولو وزارت د ګډ تخنیکي ټیم له خوا جوړه شوې وه.
ناسته کې د ۷۲۸ نیمګړو پروژو په تړاو بحث وشو، چې یادې پروژې د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو اړوند دي. د معلوماتو له مخې د ځینو پروژو چارې تر ۷۵ سلنه پورې پرمختګ کړی، خو ځینې یې تر دې کچې کم یا زیات دي. ټاکل شوې ده چې د هرې پروژې تخنیکي او مالي وضعیت په تفصیل وڅېړل شي او د عملي کولو لپاره یې لازم تصمیم ونیول شي.
مولوي فیضان ټینګار وکړ، چې د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ به د دغو پروژو د کیفیت، شفافیت او پرمختګ په برخه کې هر اړخیز ګامونه پورته شي، تر څو اغېزمنې او دوامداره پایلې ترلاسه شي.