د بشري حقونو نړيوال سازمان د پکتيکا پر بمبار سخت غبرګون ښودلی.
د بشري حقونو نړيوال سازمان د پاکستان له لوري د پکتيکا ولايت په وروستي هوايي بمبار کې د کرکټ د محلي لوبغاړو وژل کېدو پېښه په سختو ټکو غندلې ده. دغه سازمان وايي، په دې بريد کې د ملکي وګړو نښه کول د بشري حقونو او نړيوالو بشردوستانه قوانينو ښکاره سرغړونه ده.
په يوه خپره کړې اعلاميه کې ياد سازمان له نړيوالو او سيمهييزو بشري حقونو بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې بېړنۍ او شفافه څېړنه وکړي او د بريد مسوول کسان وپېژني او محاکمه یې کړي.
د محلي سرچينو په وينا، د پاکستاني الوتکو د تېرې شپې بمبار په ترڅ کې څو تنه ملکي وګړي، چې ځينې يې د سيمهییز کرکټ لوبغاړي وو، وژل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان ټينګار کوي چې د ملکي خلکو پر ژوند، سپورتي فعاليتونو او ټولنيزو راټولېدنو بريدونه د انسانيت خلاف عمل دی او اړينه ده چې نړيواله ټولنه د دې ډول پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي.


