کندهار کې یو ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شو.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې د ګډو کشفي او امنیتي ځواکونو د منسجمو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ماشوم له اختطافګرو څخه روغ رمټ وژغورل شو.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د طه مدرسې په سیمه کې رامنځته شوې وه، چیرې چې یو ماشوم د نبیل احمد په نوم د وسلوالو کسانو له لوري تښتول شوی و.
امنیتي چارواکي زیاتوي، له اختطاف وروسته د کشفي ادارو ګډ ټیمونه په چټک ډول د ماشوم د موندلو لپاره ګمارل شول، چې د دقیقو معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې ماشوم خوندي وژغورل شو.
په دې تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرچینې وایي، اختطافګرو له د ماشوم له کورنۍ څخه د لس میلیونه افغانیو د تاوان غوښتنه کړې وه، خو د امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون یې دغه هڅه شنډه شوه.
امنیتي مسوولین ټینګار کوي چې د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د خلکو د امنیت د ساتنې په موخه به د هر ډول جنایي او اختطافي کړنو پر وړاندې جدي اقدام کوي، او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د خلکو د ارام ژوند ګډوډ کړي.