د خوست سرې میاشتې له خوا د زندهتیږه کلي زیانمنې کورنۍ سره بشري مرسته وشوه
د خوست ولایت سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست له خوا د سپیرې ولسوالۍ زندهتیږه کلي کې یوې زیانمنې کورنۍ سره بشري مرسته وشوه. دا مرسته وروسته له هغې ترسره شوه چې په یاده سیمه کې د وروستیو اورښتونو له امله د یوې کورنۍ د چت پرېوتو پېښه رامنځته شوه، چې له امله یې یو تن شهید او دوه تنه ماشومان ټپیان شوي وو.
مرسته چې د نغدو پیسو او غیر خوراکي توکو څخه جوړه وه، د سرې میاشتې رئیس شیخالحدیث محمد ولي جان عدالت یار او د پیښو د مدیریت مدیر پیر محمد په حضور کې زیانمنې کورنۍ ته وسپارل شوه. یاده کورنۍ تر دې مخکې د سرې میاشتې د بیړني غبرګون (BDRT) ټیم له خوا سروې شوې وه.
عدالت یار د مرستې پر مهال وویل، چې سره میاشت یوه ملي خیریه اداره ده او د خپلو امکاناتو په کچه د پېښو له قربانیانو سره بشري مرسته کوي.
د زیانمنې کورنۍ غړو د خوست سرې میاشتې له رهبري څخه مننه وکړه او د دوی بشرپاله او وختي خدمتونه یې وستایل.