لوګر کې د استقلال د ورځې د نمانځنې لپاره د همغږۍ ناسته وشوه.
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې «زمري ۲۴مه» د شانداره نمانځنې لپاره د لوګر ولایت په مقام کې د مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» په مشرۍ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه کې د ولایت مقام اړوند مسؤلین، د ځینو محلي ادارو استازي او د دویمې واحدونو مسؤلین ګډون کړی و. ناسته د قرآنالکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
مرستیال والي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې او د استقلال ورځ یې د ملي غرور یوه تاریخي ورځ وبلله، چې باید په ملي یووالي او منظم پروګرامونو ولمانځل شي. نوموړي ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د فرهنګي پروګرامونو، عامه پوهاوي او د لاسته راوړنو د نندارې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره نږدې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د لومړنیو چمتووالي راپور وړاندې کړ او له نورو ادارو یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه. ګډونوالو ادارو مسؤلینو هم د خپلو نظرونو، وړاندیزونو او د همکاریو ژمنې شریکې کړې.
مرستیال والي ډاډ ورکړ چې د امنیتي، خدماتي، فرهنګي او ټولنیزو ادارو په همغږۍ به د دې ملي ورځې د ښه لمانځلو لپاره پوره ملاتړ وکړي. ناسته د ګډ کار، ادارې انسجام او د وخت مطابق د پروګرامونو د تطبیق پر ټینګار پای ته ورسېده.