slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

یادې خبرپاڼې له مخې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت په همغږۍ، د خوست تخنیکي انستیتوت له لوري په خوست مرکزي محبس کې د بريښنا په برخه کې شپږ میاشتنی حرفوي روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، چې له مخې یې ۶۰ تنه زندانیانو خپلې زده‌کړې بشپړې کړې.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د تخنیکي انستیتوت استاد حضرت الله ستومان د پروګرام د اهمیت او د فارغانو د راتلونکي د کاري فرصتونو په اړه وینا کړې. نوموړي ویلي، چې دا ډول پروګرامونه د مهارتونو د لوړولو ترڅنګ، د مسلکي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

دغه راز، د محبس عمومي مدير مولوي طلحه  د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له هڅو او همکارۍ یې مننه کړې.

د غونډې په پای کې د یادې برنامې فارغانو ته سندونه ورکړل شوي.