slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رسنیو د تازه راپورونو له مخې د تېرو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د تېلو بیه کنټرول شوې خو د سرو زرو په بیه کې لوړوالی راغلی.

په کابل ښار کې د تېلو پلورونکو د تلې په شپږویشتمه د پژواک خبري اژانس استازي ته په خبرو کې ویلي چې د وارداتو د ډېرېدو له امله نن د پټرولو بیه د تېرې اوونۍ په پرتله یو افغانۍ راټیټه شوې او له ۷۵ افغانیو څخه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې ده.

خو د ده په وینا، د ډېزلو بیه بیا لوړه شوې ده او د تېرو اووه ورځو په پرتله له ۷۷ افغانیو څخه ۸۱ افغانیو ته پورته شوې ده.

همدارنګه، د کابل ښار د دهن‌باغ سیمې د ګازو پلورونکی محمدجان امین ویلي، د مایع ګاز بیه هم  له ۵۳ افغانیو څخه ۵۵ افغانیو ته رسېدلې ده.

د یادو توکو د پلورونکو په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د ډېزلو او مایع ګازو د بیو  لوړوالي له امله د کابل په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.