د مالیې وزارت وايي چې د ولایتونو د مستوفیتونو څلویښتو کارکوونکو لپاره یې د املاکو مسلکي کولو لس ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړی.
یاد پروګرام چې د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي، د امارتي املاکو په تړاو د مسلکي پوهې او عملي مهارتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
په پرانیستونکې غونډه کې د املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقادر حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د روزنې او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د روزنې اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د عملي زده کړو پایله د نظري زده کړو په پرتله ډېره اغېزمنه ده او کارکوونکي کولای شي د همدې فرصت له لارې د بیت المال په ښه مدیریت او د خلکو په اغېزمن خدمت کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي.
د پروګرام په جریان کې ګډونوالو ته د املاکو د طرزالعملونو، د ملکیتونو د ثبت او اسنادو، قراردادونو، ترمیماتو لارښود، د املاکو ډیټابېس، پانګونې، رازدارۍ، د اسلامي نظام او بیت المال ساتنې، ښه چلند او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تدریس کېږي.