هندو ورځپاڼه؛ ژر به هند له افغانستان سره د اړیکو په لړ کې یو لوی ګام واخلي.
هندو ورځپاڼه وايي، نوي ډيلي به ډېر ژر له اسلامي امارت سره د اړيکو پراختيا او پياوړتيا په برخه کې «يو لوی ګام» واخلي.
دې ورځپاڼې د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر ټليفوني اړيکې ته په اشارې زياته کړې ده، چې دواړه هېوادونه د ډيپلوماتيکو اړيکو پراختيا لپاره پر مطرح شويو شرايطو غور کوي: «دغه شرايط په متحده عربي اماراتو کې د مولوي متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويکرم ميسري تر منځ په ليدنه کې مطرح شوي وو»
دا چې دغه «لوی ګام» به څه وي، جزيات يې نهدي ترلاسه شوي؛ خو د هند له خوا د اسلامي امارت د لوړې کچې د ډيپلوماتانو منل يې ښايي په سر کې وي.
اسلامي امارت په دې وروستیو کې د سیمې په کچه د
خپلې ډیپلوماسۍ د لمنې پراخولو ته پام اړولی، چې په پایله کې یې د سیمې له
هېوادونو سره د اقتصاد، سیاست او نورو ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې د یادو
موضوعاتو ژورې ته ښکته شوی.