د یمن انصار الله ډلې د غزې په ننګه د مسلمانې نړۍ سکوت په یوه بالېستک توغندي مات کړ.
د یمن انصارالله ډلې تازه له غزې څخه د دفاع په موخه پر اسرایلو بالېستيک توغندی توغولی. راپورونه وايي، چې یاد توغندي د اسراییلو بنګویر هوايي ډګر په نښه کړی. د توغندي کره اړولي ځاني/مالي زیانونه نهدي په ډاګه شوي؛ خو په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې نتنیاهو د دغه برید له امله اړ شوی، ترڅو یوه خوندي پټنځای ته پنا یوسي.
اسراییلو وروسته له هغې یوځل بیا پر غزه بمونه وغورځول او سلګونه فلسطینیان یې شهیدان کړل، چې دواړو لوریو پر اوربند هم هوکړه کړې وه او بندیان یې هم سره تبادله کړي وو.
د اسراییلو د اوربند ماتونې په نړۍواله کچه د مسلمانانو او غیر مسلمانانو غبرګونونه پارولي دي.