کندز کې څلور تنه د قماربازۍ په تور ونیول شول
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي پولیسو د یو کشفي راپور پر اساس تېره شپه څلور تنه د نامشروع لوبې، قماربازۍ، په تور نیولي دي.
د کندز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، نیول شوي کسان د کندز مرکز اړوند کنمو سیمې اوسېدونکي دي او د امام صاحب ولسوالۍ په یوه سیمه کې د قمار کولو پر مهال بالفعل نیول شوي دي.
د عملیاتو پر مهال له دغو کسانو سره څلور موبایلونه او د قماربازۍ اړوند وسایل هم تر لاسه شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي، یاد مظنونین به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، ترڅو قانوني چلند ورسره وشي.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، د ټولنې د اخلاقي سلامتۍ او قانون حاکمیت ته ژمن دي، او دا ډول غیرقانوني فعالیتونه به په هیڅ صورت ونه زغمي.