خوست کې لسګونه تنه پوليس د خپلو زده کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول
د خوست ولايت وياند طاحر احرار وايي چې ددې ولايت امنيه قومندان حافظ عبدالرشید عمري په مشرۍ ددې قومندانۍ اړوند د تعلیم او تربیې مدیریت په چوکاټ کې د طارق ابن زيد له روزنیز مرکز څخه د افسرانو ۵۰ کسیز ټولي د عقیدوي، مسلکي او کشفي تکتیکونو د دوه مياشتني کورس څخه د فارغېدو وروسته ولسونو ته د خدمت په موخه وړاندې شول.