slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسئولین په نږدې راتلونکي کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکوي. د دغه ولایت د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي وایي چې له ايران څخه د هرات تر روزنګ غوريان سټېشن پورې د هرات – خواف رېل پټلۍ د فعاليت لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هېڅ تخنيکي ستونزه او خنډ نشته. په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونو په برخه کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له بندر عباس څخه روزنګ سټېشن پورې د بار وړونکو موټرو د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه وکړه.