د امریکا پخوانی ولسمشر جو بايډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شوی
دامریکا د پخوانی ولسمشر جو بايډن دفتر د يکشنبې په ورځ ويلي چې نوموړی د پروسټاټ سرطان پر ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.
جو بايډن چې ۸۲ کلن دی وروسته له هغه يې د سرطان تشخيص شوی چې تېره اوونۍ يې تشو ميتيازو يا ادرار کې د ستونزو له کبله ډاکتر ته مراجعه کړې وه.
د ښاغلي بايډن د پروسټاټ سرطان د ګليسن له نهو تر لسو درجو ښودل شوی چې د بريتانيا د سرطان د څېړنو بنسټ په وينا دا "لوړې درجې" دي چې په چټکۍ د خپرېدو وړتيا لري.
د بايډن دفتر ويلي، کورنۍ يې اوس د درملنې غوراوي په پام کې نيسي او په وینا يې دا سرطان د هورمون حساس ډول دی، يعنې داسې شونتيا شته چې کنټرول شي.
د نوموړي د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته د امریکا دواړو لويو سياسي ګوندونو جمهوريپال او ديموکرات له لوري خواخوږي او ملاتړ ورسره څرګند شوی دی.