ټرمپ پر سعودي F35 جنګي الوتکې پلوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پلان لري چې پر سعودي عربستان د دې هېواد له لوري د جوړو شویو F-35 جنګي الوتکو د پلور پرېکړه تایید کړي.
رویټرز خبري اژانس له دې وړاندې راپور ورکړی و، چې سعودی عربستان د ۴۸ F-35 الوتکو د پېرلو غوښتنه کړې وه.
ټرامپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوه رسمي سفر امریکا ته روان شوی دی.


