د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اوروژنې رياست د کارکوونکو د ښوونیز سمينار په پای کې وینا وکړه.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دې وزارت د اوروژنې او پېښو مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.
قدرمن خلیفه صاحب د پېښو د مخنيوي په برخه کې د اوروژنې ریاست د کارکوونکو هڅې وستايلې او ويې ويل، دوی تل د پېښو مخنيوي او د وضعيت کنټرول لپاره خپل مسؤلانه او دوامداره هڅې ترسره کړې دي.
هغه زیاته کړه: ستاسې وظیفه د اور او لوګي مقابله ده، دا کار رښتیا هم خورا سخت دی. اور بلول آسانه دي، خو که له کنټروله ووځي، وژل یې خورا سخت کار دی. موږ ته یې هم شل کاله وطن لکه تنور داسې کړ، وجنګېدو، وسوځېدو او د دې اور او سکروټو په مانا پوهېږو. ځکه خو مو توقع دا ده چې هېڅوک اور ته لمن ونه وهي. په دې وروستیو کې چې وضعیت څنګه روان دی، زموږ په ګاونډ پاکستان کې چې کوم ډول تبلیغات کېږي، بې باکانه دي. موږ سره مسلمان، ورونه او ګاونډي ملکونه یو، خو هلته ځیني کسان په آګاهانه، یا نا آګاهانه توګه اور او جنګ ته لمن وهي. موږ په دې پوهېږو چې د پاکستان د ملت غوښتنه دا نه ده، د علماو او سیاسیونو آرزو یې هم داسې نه ده، افغانان چې تر ډېرو سختیو وروسته امن ته رسېدلي، جګړه نه غواړي. خو هلته ځیني کسان شته چې حتی د خپل ملت او ملک د منافعو په ضد یو بل مؤمن ملت جنګ ته ورکاږي او یوه اسلامي نظام ته د جګړې ګواښونه کوي. افغانان هیله لري چې په سوله او صفا کې سره ژوند وکړي، خو که څوک یرغل او تجاوز کوي، موږ به له ځانه دفاع کوو. موږ ته حاجت نه شته چې څه ووایو، زموږ تاریخ متجاوز ته د ویلو لپاره ډېر څه لري.


