slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د تایوان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې چین د دې ټاپو د نیولو لپاره چمتووالی نیسي. د هغه په خبره، که دا کار وشي، پر سیمه به ناوړه اغېزې ولري او د امریکا د امنیت لپاره به هم ستر ګواښ وي.

رویټرز د چیو چویچېنګ په حواله لیکلي چې د بېجینګ موخه په ارام سمندر کې د امریکا د نفوذ کمول دي، او که چین پر تایوان واکمن شي، د ټېکنالوژۍ په برخه کې به هم لوی زیان رامنځته شي.

په واشنګټن کې د چین سفارت بیا ویلي چې غواړي له تایوان سره «سوله‌ییز یووالی» وکړي، خو ورسره یې دا خبرداری هم ورکړی چې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د چین یوه نوې پوځي بېړۍ د تایوان له تنګي تېره شوې ده، هغه موضوع چې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.