فراه پوهنتون کې د «قزع» د سرويښتانو د کمولو پر موضوع اصلاحی سمینار وشو.
د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د «اسلام له نظره د قزع (د سر وېښتانو لنډول)» تر سرلیک لاندې یو اصلاحی سمینار جوړ شو.
دغه سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو او وروسته د دعوت او ارشاد آمریت مؤذن او مبلغ، مولوي عزتالله حقاني، ګډونوالو ته د قزع د مفهوم، شرعي احکامو، د نبي کریم ﷺ د سنتو د پیروي ارزښت، د تشبّه (د نورو د تقلید) معنا او د کفارو سره د مشابهت د حکم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د فراه پوهنتون مسؤلینو ویلي، دا ډول اصلاحی سمینارونه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د دیني پوهاوي پیاوړتیا او د اسلامي اخلاقو ترویج دی.
سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.