د بېل ګېټس بنسټ د نري رنځ، ملاریا او اېډز پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹۱۲ مېلیونه ډالر ورکوي
د بېل ګېټس خیریه بنسټ ویلي چې د نري رنځ، ملاریا او اېډز پر وړاندې د مبارزې په موخه به نړۍوال صندوق ته ۹۱۲ مېلیونه ډالر ورکړي.
بېل ګېټس له حکومتونو غوښتي، چې د روغتیایي پروژو بودجه دې کمه نه کړي، ځکه که بودجه کمې شي، د ماشومانو د مړینې کچه به زیاته شي.
دغه مرسته د نړۍوال صندوق له لارې عملیږي او د بنسټ په خبره به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي پروګرامونه پیاوړي کړي.