slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د تعمیراتو د آمریت لپاره نوی مدیر، مولوي جانان حمید، د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً معرفي شو او پر خپلو چارو یې عملي پیل وکړ.
یاده غونډه، چې د امنیه قومندانۍ د اړوندو برخو آمرینو او مجاهدینو په حضور کې جوړه شوې وه، د درنښت او ورورولۍ په فضا کې ترسره شوه.
په پیل کې د پلان او اپراسیون مدیر مولوي عبدالرحمن مظهري یوه عالمانه وینا وکړه، او د نوي آمر مولوي جانان حمید د تقرر مبارکي یې وویله. نوموړي د مسؤلیت ارزښت ته په اشارې سره وویل:

د تعمیراتو مدیریت یو مهم او مسؤلانه پوست دی، چې د امنیه قومندانۍ د اساسي اړتیاوو د برابرولو او د مجاهدینو د اسانتیاوو تأمین سره مستقیمه اړیکه لري. موږ هیله لرو، چې نوی آمر به دا مسؤلیت په اخلاص، امانت او تدبیر ترسره کړي.
همدارنګه، نوي مدیر قاري جانان حمید د غونډې ګډونوالو ته د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایاتو، د وزارت د اصولو، او د امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ په رڼا کې به خپل مسئولیتونه په صداقت او ژمنتیا سر ته رسوي.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده، او ګډونوالو د نوي مدیر لپاره یې د بریالیتوب دعا وکړه.