موټر کې د اور لګېدنې له کبله د شهیدانو شمېر 76 تنو ته پورته شو
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد الله متقي ويلي، يو لوی بس چې له ایرانه ستانه شوي کډوال يې لېږدول له يوه موټر سایکل او له هغې وروسته له يو بل موټر سره چې تېل په کې بار وو ټکر شوی.
چارواکي وايي، د هرات او کابل تر منځ د غزېدلې لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له کبله ۳ ټپیان او ۷۶ کسان مړه شوي، چې له ډلې یې ۱۴ ماشومان دي.
پېښه د موټروانانو د بې پامۍ له کبله رامنځته شوې ده.