ویتنام کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ ته رسېدلی.
نړیوالو رسنیو د ویتنام د چاپیریال ساتنې وزارت د معلوماتو په حواله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او پرلهپسې سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شوی دی. چارواکي وايي چې یاده طبیعي پېښه لا هم په څو سیمو کې روانه ده او د مرکزي برخو اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر تلفات د ډاک لاک په غرني ولایت کې ثبت شوي. د چاپیریال وزارت په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۱۲ تنه لا هم لادرکه دي او د ژغورنې ډلې د هغوی د موندلو هڅې کوي.
د ویتنام د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي چې نږدې ۲۳۵ زره کورونه د اوبو لاندې شوي او شاوخوا ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. چارواکي زیاتوي چې د تېرو څو ورځو د باران اندازه په ځینو سیمو کې له ۱۹۰۰ میلیمترو هم اوښتې ده.
د حکومت د اټکل له مخې، دغه سېلابونو د هېواد اقتصاد ته څه باندې ۳۴۱ میلیونه ډالر مالي زیان اړولی دی. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه هم د پراخو ویجاړو، د کورونو د نړېدو او د کلیو د محاصرې صحنې ښيي.
چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د نورو احتمالي سېلابونو او ځمکو ښویدو له ګواښونو څخه ځانونه خوندي وساتي، ځکه هوايي راپورونه ښيي چې د باران دوام ممکن د زیانونو کچه لا پسې لوړه کړي.


