د جنوبي کوریا هوايي ځواک له شمالي کوریا سره پر پوله یو کلی بمبار کړی
د جنوبي کوریا یوې جيټ الوتکې په تېروتنې سره د تمریناتو پر مهال د جنوبي کوریا پولې ته څېرمه پر یوه غیر نظامي کمپ بمونه غورځولي دي. له سیمې خپاره شوي راپورونه وايي، چې په یاده پېښه کې لږترلږه پینځهلس تنه ټپیان دي.
د جنوبي کوریا ځواکونو لږ تر لږه پر یاد کلي سهواً اته بمونه غورځولي. د جنوبي کوریا هوايي ځواکونو تېره پنجشنبه رسماً اعلان وکړ، چې د دې پېښې ټول ټپیان غیر نظامیان ملکیان دي.
هوايي ځواکونه وايي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. دا پېښه شمالي کوریا ته بېخي په لنډه سرحدي سیمه کې، چې پوچئون نومېږي؛ شوې ده.
د جنوبي کوریا یونهاپ خبري سرچینې د پینځهلسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی، چې له دې ډلې یې د څلورو حالت نازک ښودل شوی دی. یاده سرچینه د پېښې له کبله د یوه کلیسا او دوو کورونو د ویجاړۍ خبر هم ورکوي.
د شمالي او جنوبي کوریا هېوادونو ترمنځ جګړه په ۱۳۵۳م کال پای ته رسېدلې؛ خو یادو هېوادونو تر اوسه د سولې کوم تړون نهدی لاسلیک کړی.