د مزار شریف د پولیسو منسوبین وایي چې په دې ښار کې د ترافیکو مدیریت لخوا د لایزري ګروپونو او د موټرسایکلونو د غټو سلانسرونو مخنیوي کمپاین پیل شوی.
دا نن یکشنبه ۱۳-۱۱-۱۴۴۶هــ ق په مزارشریف ښار کې د هغه موټرسایکلونو د قید کولو کمپاین جریان لري چې غټ سلانسرونه ورته نصب کړای شوي وو، د کم عمره ځوانانو لخوا چلول کېدل یا هم د ښار منځ کې په یوه پایه چلول کېدل او د خلکو د اذیت سبب ګرځیدل.
همدا رنګه د هغو موټرو د نیولو کمپاین هم پیل شوی چې لایزري ګروپونه لري، د کم عمره کسانو لخوا چلول کېږي او لایسنسونه نه لري.