د اسلامي امارت مرستیال ویاند د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه په یوه غږیز کلېپ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبادس عراقچي د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی. فطرت په خپله وینا کې وايي، چې د ښاغلي عراقچي وروستۍ څرګندونې په دې مانا ده، چې دوی واقعتونه درک کړي دي.
نوموړي وړاندې ویلي؛ دا یو واقعت دی، چې په افغانستان کې یوه واحده سیاسي واکمني موجوده ده، چې د افغانستان په ټوله جغرافیه واکمني لري.
ښاغل فطرت دا څرګندونې په داسې مهال کړې دي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو خبرو کې د افغانستان له امنیت او حاکمیت څخه ستاینه کړې.