پلحصار ولسوالۍ کې د حوض ښویېدنې لسګونه کورونه ویجاړ کړي.
نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې، د بغلان ولایت د پلحصار ولسوالۍ د دره تغانک په سیمه کې، د یو حوض ښویېدو له امله څو استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.
له پېښې وروسته، د پولیسو ځواکونه په وخت سیمې ته رسېدلي او له کورونو څخه یې بند پاتې کسان ژغورلي دي. د سیمې اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو پر وخت مرستې ته د رسېدو څخه مننه کړې ده.
پېښې ځاني زیان نه دی اړولی؛ خو ستر مالي زیانونه یې اړولي، چې پکې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، لسګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي، او د خلکو څاروي اوبو وړي دي. د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي