slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس ډاکټر عبدالباري عمر، د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو له مسئولینو سره په هرات، جوزجان، بلخ، لوګر، ننګرهار، لغمان، کندهار او زابل کې د برېښنا تولیدي فابریکو د جوړولو اوو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د يادو پروژو ارزښت ۲۰.۷ ميليارده افغانۍ دي چې معادل يې ۲۹۲.۳ ميليونه ډالره کېږي او د ۲۲۸.۴۵ ميګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

هېره دې نه وي چې د يادو پروژو د تطبيق پر مهال به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې د برېښنا له پلوه، افغانستان تر ډېره بریده ځان بسياينې ته ورسېږي.