د عرفې مبارکې ورځې او لوی اختر د رخصتیو په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت: شنبه اختر او چهار شنبه بېرته رسمیات پیلېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه تازه خبرتیا کې ویلي چې ټولې دولتي ادارې شنبې تر سې شنبېې عمومي رخصتي ده. خبرپاڼه وايي چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجةالحرام له ۹مې تر ۱۳مې نېټې؛ چې د عرفې مبارکې ورځ او د نیکمرغه لوی اختر له ورځو سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت د رسمي جنتری له مخې په ټول هېواد کې پنځه ورځې عمومي رخصتي ده؛ او رسمیات به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ بېرته پیلیږي.