slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کاپیسا ولاست محتسبینو په هڅو یوه مېرمن چې  د خاوند له لوري له کورني تاوتریخوالي او فزیکي ځورونې سره مخ وه او د نوموړې مېرمنې پلار د هغې د خاوند د ناوړه چلند له امله له تېرو پنځو کلونو راهیسې له خاوند او اولادونو څخه بېله کړې وه، د محتسبینو له لوري  د مېرمنې او خاوند تر منځ کورني مشکلات حل او یاده مېرمن له خپلو اولادونو سره یو ځای شوه.


د کاپیسا ولایت د محتسبینو په وینا: یاده مېرمن چې د کورني تاوتریخوالي او د خاوند د ناوړه چلند له امله له خپلو اولادونو او خاوند څخه له تېرو پنځو کلونو راهیسې جلا کړای شوې وه د محتسبینو له لوري د خاوند او مېرمنې تر منځ کورني مشکلات حل او بېرته له خپلو اولادونو سره یو ځای شوه.


د یادونې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې شاوخوا (۴۰) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي او د یاد وزارت مسؤلین ټینګار کوي چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او یاده چاره کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي