slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بشري حقونو بنسټ «هرانا» راپور ورکړی، چې د سې شنبې په سهار په ایران کې لږ تر لږه ۱۲ بندیان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي، چې شپږ تنه یې افغانان دي.

د راپور له مخې، په بندرعباس زندان کې د اعدام شویو افغانانو له ډلې درې تنه پېژندل شوي دي: ۳۰ کلن الله‌نظر تاجیک، ۵۰ کلن عبدالروف نورزی او ۵۰ کلن عبدالرحمان اسحاقزی. د پاتې درېو افغانانو هویت لا نه دی څرګند شوی. دوی د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي او د ایران انقلابي محکمې پرې د مرګ حکم صادر کړی و.

همدا راز، د اراک زندان یو بل بندی، بهزاد زینالي، د نشه‌یي توکو په تور اعدام شوی دی. په کرمان زندان کې درې نور کسان «میلاد نارویي، حسن کهرازي او د هغه زوی عابدین کهرازي» په دار ځړول شوي، چې حسن شپږ او عابدین دوه ماشومان لري.

پر دې سربېره، د حفیظ سیاه‌خاني په نوم یو بندی د قتل په تور د ایرانشهر زندان کې اعدام شوی، او سجاد مولايي هکاني هم په لارستان کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې په تور په عام محضر کې اعدام شوی دی.

هرانا زیاتوي، چې تر اوسه د دغو اعدامونو په اړه د ایران رسمي قضایي یا زنداني چارواکو لخوا کومه خبرتیا نه ده ورکړل شوې.